ایکنانیوز د قرآن کریم د یودیرشم نړیوال نندارتون د خبري څانګې له قوله راپور راکوي، د قرآن کریم د ددغې نړیوالې پيښې پرانیستونکي دستورې د فروردین په لومړۍ نیټه او د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد د وزیر او یوشمیر اړونده مسئولانو اومدیرانو په شتون سره په حضرت امام خمینی عیدګاه کې ترسره شوي دي.
همداراز د یوه چیني هنرمند یوسف شونچون اثر ۴۰میټره اوږ قرآن کریم د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد د وزیر په شتون سره د قرآن په دغه نړیوال نندارتون کې افتتاح شو.
دغه قرآڼ په قًطاعي (شابلون) بڼه په څلویښت میټرو کې لیکل شوی او د قرآن کریم لومړی درې سپارې او وروستۍ ۳۰سپاره پکې شامله ده.
د قرآن نړیوال نندارتون بهرنۍ څانګه د ترکیې ،الجزایر ، سنګال ، روسیې ،هندوستان ،فرانسې،جنوبی افریقا،چین او کینیډا پشمول د ۲۵هیوادونو د نمایندګیو په شتون سره د روانې فروردین میاشې تر اتمې نیټې پورې دوام لري.
د قرآن نړیوال نندارتون و پرانیستونکو دستورو یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4206541